پسرلی: د سارک سازمان هېوادونه افغانستان کې څانګه پرانیزي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د سارک سازمان غړي هېوادونه به په افغانستان کې د دی سازمان یوه څانګه پرانیزي.

د دغې خونې د مطبوعاتو مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې د سارک غړیو هېوادونو دغه څانګه به د دې سازمان سوداګرو ته په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د فرصتونو په اړه معلومات ور کوي:

"دا څانګه به په افغانستان کې د سارک غړیو هېوادونو سوداګرو ته په افغانستان کې د فرصتونو په اړه معلومات ورکوي او همکاري به ورسره کوي د سارک غړیو هېوادونو پانګوال په فرصتونو پسي ګرځي او دا فرصتونه په افغانستان کې شته."

ښاغلی پسرلی وایي چې په افغانستان کې د دغه ډول اقتصادي څانګو جوړول د هېواد د اقتصاد پر پياوړتیا مثبت اغېز لري او پانګوونه به هم په دې هېواد کې پیاوړی کړي.