جنګي الوتکو د سوريې په حلب ښار کې د یاغیانو په تر کنټرول لاندې سیمو د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.
دا د روسیې په ملاتړ د سوریې د پوځ د تهاجمي عملیاتو د پلان یوه برخه ده.
د حلب ختیځ د یاغیانو ترولکې لاندې سیمه کې د ملکي دفاعي ځواک مشر عمارالسلمو نن رویترز خبري اژانس ته وویل چې په خواشنیۍ سره بمباري دوام لري او اوس هم په اسمان کې الوتکې لیدل کېږي.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی مشر رامي عبدالرحمن رویترز ته وویل، حملې پراخې شوې او دوام لري.
په داسې حال کې چې پرون د امریکا متحده ایالات او روسیه په سوریه کې د اوربند د احیا کېدو لپاره خبرو کې پاتې راغلل، جنګي الوتکو په حلب کې د یاغیانو پر تر کنټرول لاندې سیمو پراخه بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې په لسګونو کسان ووژل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون په نیویارک کې له خپل روسیي سیال د بهرنیو چارو له وزیرسرګې لاوروف سره له خبرو وروسته وویل چې د اوربند د بېرته ټینګېدو په خبرو کې لږ پرمختګ شوی دی.
لاوروف ویلي موافقه نه ده شوې او واشنګټن یې تورن کړی چې د مخکینیو اوربندونو د موافقو درناوی يې نه دی کړی.
د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي چې جنګي الوتکو لږترلږه د حلب ښار په دیرشو مختلفو سیمو بمباري کړې چې لږترلږه ۲۷ ملکیان پکې وژل شوي او په لسګونو نور هم ژوبل دي.