د امریکا د شمالي کارولینا ایالت په چارلوټ ښارکې مظاهره کونکي د پرله پسې څلورمې شپې لپاره واټونو ته وتلي و او له چارواکو یې د هغې ویډیو د خپرولو غوښتنه کوله چې پکې یو تورپوستی سړی د سپین پوستي پولیس له خوا وژل کېږي.
دغې پېښې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې راپارولي دي.
په لسګونو مظاهره چیانو چې په واټونو کې روان و د دغې ویډیو د خپرولو شعارونه یې ورکول.
څو ساعته مخکې د کیټ سکاټ کورنۍ خپله اخیستل شوې ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري نوموړی د سپټمبر په شلمه د یوه پولیس افسرله خوا وژل کېږي.
دغه پېښه د پولیسو له خوا د خونړیو ډزو وروستۍ سلسله ده چې په ټوله امریکا کې یې د خلکو غوسه راپارولې او د نژاد، بې وزلي او د پولیسو د چلند په اړه یې بحثونه راپورته کړې دي.