په داسې حال کې چې پرون د امریکا متحده ایالات او روسیه په سوریه کې د اوربند د احیا کېدو لپاره خبرو کې پاتې راغلل، جنګي الوتکو په حلب کې د یاغیانو ترکنټرول لاندې سیمو بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې په لسګونو کسان ووژل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په نیویارک کې له خپل روسیي سیال سرګې لاوروف سره له خبرو وروسته وویل چې د اوربند د بېرته ټینګېدو په خبرو کې لږ پرمختګ شوی دی.
لاوروف ویلي موافقه نه ده شوې او واشنګټن یې تورن کړې چې د مخکینیو اوربندونو د موافقو درناوی يې نه دی کړی.
د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتریې په بریتانیا کې دی ویلي چې جنګي الوتکو لږترلږه د حلب ښار په دیرشو مختلفو سیمو بمباري کړې چې لږترلږه ۲۷ ملکیان په کې وژل شوي او په لسګونو نور هم ژوبل دي.