ولسمشر محمد اشرف غني به نن ماښام د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د مشرانو جرګو له غړیو سلا مشورې وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به د مشرانو جرګې له غړیو سره د سولې، د بروکسل ناستې لپاره د افغان حکومت د چمتووالي او نورو موضوعاتو په اړه خپل معلومات له سناتورانو سره شریک کړي:
"ولسمشر به له دوی سره د سولې، امنیت، انتخاباتو او د بروکسل ناستې لپاره د حکومت د چمتووالي په اړه له دوی سره خپل معلومات شریک کړي."
ښاغلی مرتضوي وايي چې د مشرانو جرګې له غړیو سره د ولسمشر ناسته د هغو ناستو په دوام کېږي چې د لویو مسایلو په اړه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ګوري او سلا مشورې ورسره کوي.