بارک اوباما د امریکا د کانګریس یوه طرحه رد کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما هغه طرحه رد کړې چې له مخې یې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنۍ کولی شي د سعودي عربستان حکومت محکمې ته راکاږي.

ولسمشر اوباما ویلې دا به د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.

د جمعې په ورځ د ولسمشر بارک اوباما له خوا ددې طرحې ردول نوموړی له کانګرس سره چیرې چې دواړو مجلسونه دا طرحه تصویب کړې په احتمالي کړکېچ کې غورځولی شي.

ولسمشر بارک اوباما په یوه اعلامیه کې ددې بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږې ښودلې خو ددې طرحې په اړه یې ویلي، ددې په نتیجه کې کېدای شي چې امریکايي چارواکي د امریکايي وسلو او پوځي وسایلو د بهرنیو ترلاسه کونکو د اعمالو لپاره له حقوقي قضیو سره مخ شي.

همدارنګه د ولسمشر بارک اوباما په وینا دا طرحه د بهرنیو حکومتونو سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه او نورو مسلو کې د امریکا همکاري زیانمنولی شي.

د هغو نولس کسانو څخه چې په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدونه وکړل پنځلس یې د سعودي اتباع وو.

د رابرسیره شوي پټو اسنادو له مخې د امریکا استخباراتي ادارې د برید کونکو او سعودي د حکومت تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه شک لري.