رادمنش: د هېواد ۱۰ ولایتونو کې ۱۷ پوځي عملیات تر سره شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمعې په ورځ یې د هېواد په لس ولایتونو کې ۱۷ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل په ارزګان ولایت کې افغان دفاعي ځواکونه په ښه موقف کې دي او دغلته یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا کړي.

نوموړي د ارزګان په شمول په څو نورو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په اړه وویل:

"موږ همدا نن ۱۷عملیات د هېواد په لسو ولایتونو کې ترسره کړل چې ډېر بریالي وو او ښې لاس ته راوړنې مو هم لرلې، نه یوازې په ارزګان کې چې موږ ښه بریالیتوبونه لرو، بلکې په شا او خوا ولایتونو لکه هلمند، غور، کندهار، زابل او غزني کې مو هم عملیات روان دي."

ښاغلي رادمنش ددې عملیاتو د دقیقو سیمو او مرګ ژوبلې په اړه جزییات ورنه کړل.

د افغانستان د دفاع وزارت دا عملیات په داسې حال کې کوي چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه ارزګان او هلمند کې پر حکومتي پوستو بریدونه زیات کړي دي.