مسکو کې اور لګېدنې ۸ اور وژونکي مړه کړي

د روسيې په پایتخت مسکو کې په یوه ګدام کې د لګېدلې اور د وژلو پر مهال اته اور وژونکي مړه شوي دي.

د روسيې د بېړنیو حالاتو د څېړلو کمېټې ویلي ددې پېښې په اړه يې پلټنه پیل کړې ده.

په دغه ګدام ګې چې اور په کې لګېدلی و، پلاستیکي شیان او نور مواد ځای پر ځای شوي دی.

تر دې مخکې د تېرې اګست میاشت په ۲۷ نېټه د مسکو په مطبعه کې د اورلګېدو پېښې ۱۷ ښځې ووژلې.