ارزګان کې د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

د ارزګان ولايت امنتي چارواکي وایي، تېر شپه ناوخته په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو په برید کې ۱۷ پولیس وژل شوي اووه ټپيان او اووه نور یې وسله والو مخالفینو له ځان سره بیولي دي.

د یاد ولایت د امنت امر سمنوال عبدالقوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه پولیس د ترینکوټ مرکز اړوند د چلمګر په سیمه کې د وسله والو مخالفینو سره نښته کې وژل شوي.

دی وایي،په دغه حمله کې وسله والومخالفینوته هم مرګه ژوبله اوښتې، د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي بیا د امنت د امر خبري ردوي او وایي، افغان امنتي ځواکونو پرمخ تګ کړي او هیڅ مرګه ژوبله نه لري.

تر اوسه وسله والو مخالفینو رسنیو ته په دي اړه څه نه دي ویلي.