د کورنیو چارو وزیر شمال زون ته ۴ ورځنی سفر پای ته ورساوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د شمال زون ولایتونو ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي جاهد په دې سفر کې د بدخشان، تخار او کندز په ولایتونو کې د بهارک، خواجه غار او دشت ارچي د ولسوالیو د لومړۍ کرښې امنیتي ځواکونو نه لیدنه وکړه او دغه راز یې د سیمې له خلکو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

اعلامیه وايي، د کورنیو چارو وزیر د شمال زون په سفر کې همدا شان د دغو ولایتونو د ولایتي شوراګانو، د مدني ټولنو او ځوانانو د ټولنو له غړیو او د سیمې له متنفذینو سره هم وکتل او د امنیت په باب یې د دوی وړاندیزونه واورېدل.