د جوزجان په ولایت کې د راکټ یوې ګولۍ دری تنه ماشومان ټپي کړل.
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وایي؛ دری واړه ټپي شوي ماشومان چوپانان دي.
د ده په وینا ګولۍ هغه وخت وچاودېده چې ماشومانو پرې لوبې کولې.
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر زیاته کړه؛ ماشومان د شبرغان ښار روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي.
عبدالحفیظ خاشي زیاته کړه؛ د جوزجان ولایت په اکثرو سیمو کې له پخوا نه نه چاودلې ګولۍ پاتې دي چې ډېری وخت ماشومان ورسره د لوبو له امله ټپیانېږي.