روسیه ناریشکین د بهرنیو استخباراتو مشر ټاکي

د روسیې جمهور رئیس پرېکړه کړې چې د پارلمان پخوانی رئیس سرګې ناریشکین د SVR یعنې د روسیې د خارجي استخباراتو د رئیس په توګه وټاکي.

د کریکلین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل؛ ولادیمیر پوتین له ناریشکین څخه هیله وکړه چې د دغې ادرې مشرتوب په لاس کې واخلي او ده هم ومنله.

پوتین د روسیې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې دا هم ویلي چې سرګې ناریشکین له وضعې څخه په پوره توګه خبر دی او د بهرنیو استخباراتو د ادارې په اهمیت او بریالیتوب پوهېږي.

ناریشکین ۶۱ کلن دی او د ولادیمیر پوتین د لومړۍ درجې ملاتړکوونکو څخه ګڼل کېږي.