د ایران جمهور رئیس د نړۍ قدرتونه په تېرو پنځلسو کلونو کې د ترهګرۍ په پراخولو محکوم کړل.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې له سعودي عربستان نه په نیوکې سره غوښتنه وکړه چې په خپل سیمه ییز سیاست کې بدلون راولي:
"د سعودي عربستان دولت که د ځان او د سیمې امنیت ته پام کړی وي، نو باید د نفاق اچوونکي سیاست د دوام، د کرکې د ایډیالوژۍ د ترویج او د ګاونډیو په حقونو له تعرض څخه لاس واخلي."
د ایران ولسمشر مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په نیوکې سره، د سیمې ځينې هېوادونه په دې تورن کړل چې د مذهبی پردو تر شا په قدرت غوښتنه بوخت دي.
دا د ملګرو ملتونو په یو اویایمه سرمشریزه کې د ایران د اوسني ولسمشر حسن روحاني وروستۍ وینا وه.