د اسلام اباد نرم دریځ او د کابل سخت دریځ څه علت لري؟

افغانستان وایي چې د تروریستي ډلو بې رحمه بریدونه د ملکیانو پر ضد په پاکستان کې پلان کېږي او تنظیم کېږي، نو نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې غم وخوري.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په نیویارک کې دا خبره وکړه.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان په وړاندې نرم دریځ درلود او یوازې یې پر سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د سولې له لارې ستونزې هواریدای شي، د اسلام اباد نرم دریځ او د کابل سخت دریځ څه علت لري؟

له احمد شیبر سره د مرکې په پیل کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر اله ستانکزي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او د پاکستان د دریځ په اړه وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ستانکزي سره مرکه