سوریه کې د بشري حقونو مدافع فعالان وايي، په شمالي ښار حلب کې چې د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې دی، درنه بمباري شوې چې په څو میاشتو کې ساری نهلري.
لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې نن وویل چې دې بمبارۍ تېره ورځ حلب ښار کې لوی اور لګولی دی.
د بشري حقونو یوې مدافع ډلې وویل چې په دې بمبارۍ کې لس کسان وژل شوي دي خو یوې صحي سرچینې دا شمېره ۴۵ ښودلې ده.
معلومه نهده چې دا بمباري به چا کړې وي خو فعالانو ویلي چې دا بمباري د سوریې حکومت او روسیې کړې.
له دې هوايي حملو وروسته په حلب کې د درنو جګړو راپور ورکړل شوی دی.
د واشنګټن او مسکو په موافقه په سوریه کې ټینګ شوی اوربند د روانې اوونۍ په پیل کې مات شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال د سوریې په شمال کې د الوتنو د ممنوع زون د رامنځته کولو غوښتنه وکړه او پر روسي پوځیانو او د سوریې پر دولتي ځواکونو یې غږ وکړ چې له هوايي عملیاتو ډډه وکړي.