د فېسبوک مؤسس او مېرمنې یې په نړۍ کې د ناروغیو په اړه د تحقیقاتو د تمویل لپاره په راتلونکي یوه لسیزه کې د درې میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې.
مارک زوکربرګ «Mark Zuckerburg» او مېرمنې یې پرېسیلا چان «Priscilla Chan» دا اعلان پرون په سانفرانسیسکو کې د خپلې لور ماکس «Max» له زېږېدو لنډه شېبه وروسته وکړ.
زوکربرګ او چان تېر کال په انسانانو کې د استعداد او مساوات د پرمختګ لپاره د فېسبوک له درکه له عوایدو څخه د ۴۵ میلیارده ډالره بسپنې ژمنه وکړه خو نهیې وو ویلي چې دوی دقیقاً څه کول غواړي.
خو د پرونۍ بسپنې د ژمنې د اعلان پر مهال زوکربیرګ وویل چې د دوی هدف د ناروغیو له علاج یا لږ تر لږه د خطرناکو ناروغیو په اړه له تحقیقاتو سره مرسته ده.
ښاغلي زوکربرګ زیاته کړه:
"موږ غواړو ساینسپوهان او انجنیران سره راټول کړو. د دې لپاره پراخ امکان چې د نویو لارو چارو د موندلو په برخه کې ګډ کار وشي او لوی فرصت شته چې په ټوله نړۍ کې له ساینسپوهانو سره د مالي مرستې له لارې یو خوځښت راولو نو دا مو پلان دی."
د زوکربرګ د ژمنې له مخې په دې برخه کې لومړنۍ پانګونه به د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په سانفرانسیسکو کې د یوه ساینسي مرکز د جوړولو په برخه کې وي.