د "م.م" سازمان عمومي مجمع کې د افغان خبریالانو ملاتړ

افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی د حکومت له لوري د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي مجمع کې د افغان خبریالانو لپاره د یوه ځانګړي استازي د ګمارلو له غوښتنې ملاتړ کړی.

دغې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي څو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د خونديتوب لپاره د افغانستان یادې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته په وینا کې ویلي چې د بیان ازادي او په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

نوموړي رسماً له ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتني څو د رسنیو، خبریالانو او بیان د ازادۍ د خوندیتوب په برخه کې یو ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته معرفي کړي.