لغمان چارواکي وايي، د کابل-جلالاباد په لویه لاره د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله یوویشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، د پنجشنبې په ورځ د دولس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل-جلالاباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرکونډو بابا په سیمه کې د یو مارسېډیز او مټیز موټر د ټکر کېدو له امله یوه مېرمنه او دوه کوچنۍ نجونې مړې شوي او ۱۲ تنه نورې سپرلۍ زخمیانې شوي.
نوموړی وايي، په ورته وخت کې دویمه ټرافیکې پېښه د دې ولایت د سرخکانو په سیمه کې د یو زرنج او یوې کرولا د ټکر له امله شوې چې له املهیې شپږ تنه زخمیان شوي دي چې د دوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دواړو پېښو زخميان روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.