د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د تولید په یوه پروژه پانګونه کېږي

افغانستان کې خصوصي سکټور د ګازي برېښنا تولید لپاره د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د تولید په یوه پروژه کې پانګونه کوي.

د دغې پروژې تړون نن په اجرائیه ریاست کې د برېښنا وزارت، برېښنا شرکت غضنفر ګروپ او نړیوال بانک د استازو تر منځ لاسلیک شو.

دا پروژه به په مزارشریف ښار کې پلې او د شمالي ولایتونو شاوخوا یو میلیون خلک به ترې ګټه واخلي.

په دغې غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ډاډ ورکړ چې د دې دستګاه په بشپړولو کې به نړیوال بانک او خصوصي سکټور ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.