ارزګان چارواکي: د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله‌وال وژل شوي

د ارزګان سيمه‌ییز چارواکي وایي، د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۵ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمي ازادي راډیو ته وویل چې په مرکز ترینکوټ کې د دغو عملیاتو پر مهال یو شمېر مهمې سیمې هم له وسله‎والو نیول شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎ دې اړه څه نه‎دي ویلي.

بل لور ته د کندز چاواکي وایي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي حمله کې اووه تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.