ګېلاني: حزب اسلامي سره د سولې تړون د ثبات ښه پیل دی

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تړون په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات یو ښه پیل ګڼي.

پير سيد احمد ګېلاني نن له حزب اسلامي سره د سولې تړون د لاسلیک په غونډه کې په‎ دې اړه وویل:

"زه د دې توافق‌نامې په نهایي کېدو خوښ او ډاډه یم چې دا به په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټينګښت یو ښه پیل وي، زه ټولو ته د دغه بریالیتوب مبارکي وایم."

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وروسته دغه هوکړه‌لیک لاسليک کړي.

له نېږدې شپږو میاشتو راپدې خوا د حزب اسلامي د پلاوي او افغان حکومت تر منځ خبرې روانې وي.

دواړو لورو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي.