ننګرهار او لغمان کې ۱۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د ننګرهار او لغمان چارواکي وایي، د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۴ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په حصارک ولسوالۍ کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله‎وال وژل شوي او یوه قرارګاه له‎منځه وړل شوې.

په همدې حال کې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل چې په الینګار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي او درې وسله‎وال وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا چې په وژل شویو کې د طالبانو یو مشهور سرګروپ هم شامل دی.

خو تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.