څو شېبو کې به د حزب اسلامي او سولې شورا تر منځ تړون لاسلیک شي

ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو شېبو پورې په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

کابل کې د سولې عالي شورا له دفتره د ازادي راډيو خبریال وایي چې د دغه تړون د لاسلیک لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او پروګرام کې د ګډون لپاره مهم چارواکي هم رسېدلې دي.

له نېږدې شپږ میاشتو راپه دې‌خوا د اسلامي حزب د پلاوي او افغان حکومت تر منځ خبرې روانې وې.

دواړو لورو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي.