امریکا: ایربس او بوینګ شرکتونه پر ایران الوتکې پلورلای شي

د امریکا خزانې وزارت موافقه وکړه چې ایربس او بوینګ شرکتونه کولای شي چې پر ایران الوتکې وپلوري.

د اروپایي ستر شرکت ایربس ویاند اسوشېټېډ پرېس اژانس ته د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې اجازه نامه ورسېدلې ده او ۱۷ (اې درې سوه شل) او (اې درې سوه دېرش) الوتکې به پر ایران وپلوري.

له ایربس سره تر موافقې وروسته بوینګ هم د خزانې وزارت د پلورلو د اجازې سند ترلاسه کړ.

د بوینګ ویاند وویل، له ایران سره د یو سل او نهه الوتکو د خرڅولو پر سر خبرې روانې دي.

د روان کال په پیل کې د ایران هوایي چلند د شاوخوا پنځه ویشت میلیارده ډالرو په ارزښت د یو سل او اتلس الوتکو د پېرلو موافقه لاسلیک کړې.