کري: د اوربند ټینګښت لپاره دې سوریه کې ټولې الوتکې کېني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د سوریې په شمال کې باید ټولې الوتکې کېني څو سم اوربند ټینګ شي.

جان کري د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې باید د الوتنو مخه ونیول شي څو کورنۍ جګړه پای ته ورسېږي او بشري مرستې هغو سیمو ته ورسېږي چې خلک په‎کې ایسار دي.

د امریکا او روسیې له لوري سوریه کې د سېپټمبر په نهمه اوربند وشو خو په دغه هېواد کې د جګړې ښکېل لوري یو بل تورنوي چې له اوربنده‌یې سرغړونه کړې ده.

جان کري وویل، د شوي اوربند لپاره دا ضروري ده چې روسیه د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد فشار راولي چې الوتکې کېنوي.

د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د سره صلیب پر ګودام بمباري وشوه چې لږ تر لږه شل ملکیان په‎کې ووژل شول.

جان کري وایي چې یوازې د سوریې او روسیې الوتکو د سوریې په شمال کې الوتنې کړې دي، خو مسکو وایي چې نه روسي او نه هم سوري الوتکو د دوشنبې په ورځ بمباري کړې ده.