د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لپاره چې د بنګلهدېش په وړاندې به درې یو ورځنۍ لوبې کوي، درې نوي کسان انتخاب شوي دي.
احسانالله، کریم جنت او نویدالحق هغه درې لوبغاړي دي چې د یو شمېر تجربه کاره لوبغاړو ځای یې نیولی دی.
د کرکټ بورډ لومړي مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې روزونکی او د لوبډلې مشر غواړي د داسې نړیوالې سیالۍ لپاره لوبغاړي غوره کړي، مسؤلیت د دوی دی. دوی وایي چې موږ دغسې یو ټیم مناسب ګڼو، اوس به وګورو چې نتیجه څرنګه راوځي."
افغان لوبغاړي د چهارشنبې په ورځ بنګلهدېش ته ورسېدل او د بنګلهدېش له ملي ټیم سره به لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ په ډاکه کې وکړي.
دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ او درېیمه یوه د تلې په لسمه ده.