دانش: د بې‌ګناه افغانانو پر ضد بریدونه پاکستان کې تنظیمېږي

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل، د بې‌ګناه افغانانو پر ضد ترورېستي بریدونه په پاکستان کې پلانېږي او تنظیمېږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د موجوده اسنادو له مخې دغه حملې د ډیورند کرښې له هغې غاړې په پاکستان کې پلانېږي او تنظیمېږي."

ښاغلي دانش دغه‌راز وویل چې د افغانستان حکومت په کراتو-کراتو له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له‌منځه یوسي خو اسلام‌اباد تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

ښاغلي دانش له نړیوالې ټولنې وغوښتل د افغانستان له پولې بهر د ترورېستي ځالو په له‌منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال دغه‌راز وویل، د افغانستان حکومت د دولت هغو وسله‎والو مخالفانو ته، چې غواړي سوله وکړي، د خبرو باب پرانیستی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وایي چې د افغانستان، هند او د امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړه شوه.

محمود صیقل ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په کابل کې د هند سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ګډون کړی و.

ښاغلي صیقل د دې غونډې په اړه وویل:

"په دې غونډه کې تر ډېره پر اقتصادي مسئلې او هم د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د هند او امریکا پر همکاریو خبرې وشوې."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سفیر وویل، په دې غونډه کې د افغانستان پر پرمختیایي چارو چې هند او امریکا څه ډول کولای شي په دې برخه کې خپلې هڅې هماهنګې کړي خبرې وکړي او پرېکړه وشوه چې دا ډول درې اړخیزې غونډې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.