لوګر دارالمعلمین کې چاودنې ۴ زده کوونکې ټپیانې کړي

د لوګر په عالي دارالمعلمین کې د لاسي بم د چاودنې له کبله څلور ښځینه زده کوونکې ټپیانې شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې لاسي بم د یوه نامعلوم کس له لوري دغه دارالمعلمین ته ګوزار شوی او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

ښاغلی سلیم وايي، که څه هم د دغې پېښې په اړه څوک نیول شوي نه‌دي خو په اړه‌یې څېړنې روانې دي.