کابل کې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت مشورتي ناسته وشوه

کابل کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې انسټېټیوټ له‎خوا مشورتي ناسته وشوه.

د ناستې ګډونوالو د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې هرکلی وکړ او دا یې د سولې په پروسه کې يو ګټور ګام وباله.

د سولې انسټېټیوټ مشر یاسر احمدزي وویل چې دوی د هېواد په کچه غواړي د ناستو دغه لړۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي احمدزي همداراز وویل چې دغه مشورتي ناستې به په يوه ملي بحث بدلې کړي او د سولې لپاره به يوه جامع طرحه هم ترتیب کړي.