ابراهیمي: حکومت دې د ارزګان پېښه جدي وڅېړي

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي وايي، حکومت باید ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د پولیسو د وژنې پېښه په جدي توګه وڅېړي.

عبدالرؤف ابراهیمي چې نن‌یې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل چې امریکا باید د وژل شويو افغان پولیسو د وینې بیه هم ورکړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"حکومت باید په دې برخه کې جدي برخورد وکړي او د دوی د خونبها د جبران په برخه کې له امریکا سره جدي خبرې وکړي."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره دا د حکومت مسؤلیت دی چې د خپلو وګړو کلکه دفاع وکړي او ولس ته هم په دې اړه د قناعت وړ ځواب ورکړي.

څلور ورځې وړاندې د ارزګان او کندهار لویې لارې په اوږدو کې پر یوې امنیتي پوستې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمبارۍ له کبله اته پولیس ووژل شول.