"م.م" سوریه کې د بشري مرستو پر کاروان هوايي حمله وغندله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون سې شنبې د سوریې حلب ښار ته نېږدې د بشري مرستو پر کاروان هوايي حمله وغندله.

بان کي مون پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل چې هغه کسان چې حلب ته‌یې د بشري مرستو رسولو هڅه کوله، اتلان وو او پر هغوی حمله‌یې بزدلانه کار بللی دی.

په‎ دې حمله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي کسان ووژل شوو.

ملګرو ملتونو حلب ته نېږدې د بشري مرستو پر لاریو او یوه ګُدام تر دې حملو وروسته، سوریې ته د مرستو د لېږدولو بهیر ځنډولی دی.

دا لا نه‎ده څرګنده چې حلب ته نېږدې دا بمباري د کوم هېواد ځواکونو کړې ده.