د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون سې شنبه د دې سازمان یو اویایمه عمومي اسامبله په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو له غوښتنې سره پیل کړه.
دا په عمومي اسامبله کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د بان کې مون وروستۍ وینا وه.
هغه په سوریه کې د بشارالاسد پر رژیم تور پورې کړ چې په وروستیو پنځو کلونو کې يې ملکي خلک وژلي دي.
بان کي مون زیاته کړه:
"ډېرو ډلو په سوریه کې بېګناه خلک وژلي خو د سوریې حکومت تر بل هر چا زیات خلک وژلي دي. دې حکومت پر استوګنو سیمو بېرلي بمونه غورځولي او لا هم زندانیان شکنجه کوي."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې په سوریه کې روان جنګ پوځي حل نهلري.