اوباما: پوتین د روسیې د "بایللي شان" د بېرته ګټلو هڅه کوي

بارک اوباما پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې پر روسیه غږ وکړ چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو سازمان ته د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه په وروستۍ رسمي وینا کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پورې کړ چې د روسیې د "بایللي شان" د بېرته ګټلو هڅې کوي، خو د دې لپاره له زوره کار اخلي.

اوباما روسيې ته خبرداری ورکړ چې که د خپلو ګاونډیانو په چارو کې لاسوهنې جاري وساتي په نړۍ کې به خپل درناوی وبایلي او امنیت به‌یې له خطر سره مخامخ شي.

ولسمشر اوباما په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراینه د کریمیا د ټاپووزمې الحاق او د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو د روسیې پلوي ته په اشاره دا خبرې کړې دي.