بارک اوباما پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه په وروستۍ وینا کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د داسې دولتونو د جوړېدو مخنیوی وکړي چې د اقتصادي بېثباتۍ او دېکتاتورۍ پر لور ځي، د انزوا سیاست چلوي او له زغمه کار نهاخلي.
ولسمشر اوباما په ملګرو ملتونو کې په خپله وروستۍ رسمي وینا کې د هغو افغانو نجونو د زړورتیا ستاینه وکړه چې په دې هېواد کې له روان تشدد سرهيې ښوونځي ته تګ نهدی بند کړی او تعلیميې غوره ګڼلی دی.
ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال،په نړیواله کچه د ډیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو د ملاتړ لپاره د خپل هېواد د هڅو یادونه وکړه او ویېویل چې په دې اړه د امریکا پر بريا ویاړي.
اوباما وویل، امریکا د بشريت په تاریخ کې هغه ځانګړی قدرت دی چې یوازې د خپلو ګټو له پام کې نیولو پرتهیې له خپلو پولو بهر په نورو هېوادونو کې له فقر او نیستۍ سره مبارزه کړې، د بشري حقونو د تأمین لپارهیې غږ اوچت کړی او له ډیموکراسۍ یې ملاتړ کړی دی.
د بارک اوباما په وینا، امریکا په وروستیو کلونو کې خپلې تېروتنې منلي او د خپلې خبرې او عمل د یو کولو په هڅه کې بریالی شوی دی.
اوباما څرګنده کړه چې امریکا د خپلو متحدانو د امنیت ټینګولو سره مرسته کړې او په ټوله نړۍ کې یې د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره خپلواکو سازمانونو او دولتونو ته د مرستې لاس ورغځولی دی.
بارک اوباما زیاته کړه:
"د دې خبرو پر وخت زما د افغانستان هغه نجونې په فکر کې دي چې یوازې ښوونځي ته د تګ لپارهیې تشدد پر ځان منلی دی، د پوهنتون هغه محصلان یادوم چې د داعش په څېر د افراطي ډلو د تشدد پر خلافیې انلاین کمپاینونه پيل کړي دي. ما په دې هېواد کې زده کړل چې زموږ هویت پر دې نهجوړېږي چې نور خلک تر پښو لاندې کړو، بلکې د نورو خلکو سره په مرسته، جوړېږي. زما په باور، د دې پېړۍ ستره ازموینه دا ده چې موږ ټول د نړیوال ظرفیت د لوړولو لپاره کار وکړو."
ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې روسیه د خپل "بایللي شان" د بېرته ګټلو هڅې کوي خو د دې لپاره له زوره کار اخلي او خبرداری یې ورکړ چې که روسیه د خپلو ګاونډیانو په چارو کې لاسوهنې جاري وساتي نړۍ کې به خپل درناوی وبایلي او امنیت بهیې له خطر سره مخامخ شي.
ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي اسمابله کې د ۱۹۳ هېوادونو استازو ته په وینا کې پر بډایو دولتونو غږ وکړ چې د جګړې له امله د بېکوره شویو خلکو او پناه غوښتونکو سره مرستې زیاتې کړي.
بارک اوباما وویل:
"ډېرو هېوادونو له پناه غوښتونکو او د جګړې له امله له بېځايه شویو کورنیو سره مرستې کړي خو زیات داسې دولتونه شته چې له اقتصادي او جفرافیايي اړخه په ښه موقف کې دي او زیاته مرسته کولای شي. دا دولتونه له دې ټینګار سره چې هغه کسان چې نوي ورځي باید د کوربه هېوادونو له دود او دستور سره ځانونه برابر کړي، له پناه غوښتونکو سره د زیاتو مرستو توان لري."
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمابله کې د دې سازمان عمومي منشي بان کې مون هم د پناه غوښتونکو او د جګړې له امله د بېځایه شویو خلکو لپاره مرستو ته د نړیوالو د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
بان کې مون زیاته کړه:
"په ډېرو مواردو کې پناه غوښتونکي او کډوال له کرکې سره مخامخ کېږي، په ځانګړي ډول یو شمېر خلک د خپلو عمومي او کلیشهیې افکارو له امله پر مسلمانانو شک کوي او دا کار زموږ پخوانۍ ترخې خاطرې ژوندۍ کوي. زه پر رهبرانو او سیاسي کاندیدانو غږ کوم چې د رأیو غونډولو لپاره له داسې کرکجنو او خطرناکو ویناوو ډډه وکړي چې په خلکو کې د وېرې او تفرقې د خپرولو سبب کېږي. نړیوال باید د درواغو پر ضد او د رېښتیا د پټولو د هڅو پر ضد ولاړ شي او د تعصب هر ډول باید رد شي."
بان کې مون او بارک اوباما دواړو عمومي اسامبلۍ ته په ویناوو کې کرکه او تعصب د نړیوالې ودې لپاره خنډ بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د رومن کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسېس پرون په ایټالیا کې د اسلام او یهودیت په ګډون د نړۍ د بېلابېلو دینونو د پیروانو تر منځ د تفاهم زیاتولو لپاره د مذهبي استازو غونډه پیل کړه.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې د مختلفو دینونو لږ تر لږه ۵۰۰ استازي ګډون لري.
په غونډه کې چې پاپ فرانسېس هم وینا ورته وکړه، په افغانستان او سوریه کې د جګړې قربانیانو ته دعا وشوه.
پاپ فرانسېس په نړۍ کې روانو جګړو او د پناه غوښتونکو وضعیت ته په اشاره وویل:
"دې پېښو زما زړه مات کړی. سوله سپېڅلې او جګړه کرغېړنه ده."