افغان ښځو شبکه بروکسل کنفرانس کې د مرستو په دوام ټینګار کوي

د افغان ښځو شبکه د بروکسل په جوړېدونکي کنفرانس کې د ښځو له بنسوټونو سره د مرستو په دوام ټینګار کوي.

د دغې شبکې د مشرتابه پلاوي یوې غړې سمیرا حمیدي نن خبریالانو ته وویل چې دوې دا مهال د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

اغلې حمیدي زیاته کړه:

"د مرستو د اغېزمنتیا په برخه کې هغه ستره ستونزه چې د ښځو بنسټونه اوس ورسره مخ دي د بودجې کمښت دی، موږ په نړیواله ټولنه د مرستو د دوام ټينګار کوو ځکه اوس هم موږ داسې ښځې لرو چې له عادي حقوقو څخه هم خبرې نه دي."

یاده شبکه وایي، افغان مېرمنو د بروکسل کنفرانس لپاره خپله ځانګړي طرحه د مالیې وزارت ته سپارلې ده.

د افغانستان لپاره د بروکسل نړیوال کنفرانس تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې د بلجیم په مرکز بروکسل کې د اویا هېوادونو او دیرشو نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړېږي.