مشرانو جرګه: د ارزګان پېښه دې جدي وڅېړل شي

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، امنیتي ارګانونه باید په ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو له‎خوا د هوایې بمبار پېښه په جدي ډول وڅېړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال حسیب الله کلیمزي چې د نن ورځې د جګرې مشري یې کوله د پېښې په اړه د سناتورانو له بحثونو وروسته په‎دې اړه وویل:

"موږ له افغان حکومت کورنیو چارو وزرات څخه غواړو چې یاده موضوع په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړي او هغه چا چې دغه ناوړه او ظالمانه عمل یې کړی په وړاندې ودرېږي او ورته سخته سزا ورکړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په ارزګان کې د پولیسو پر یوې پوستې د بهرینو ځواکونو هوايي برید څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

ویل کېږي چې وړمه ورځ امریکايي ځواکونو ارزګان کې د پولیسو په یوې پوستې بمبار کړی او اته پولیس يې وژلي دي.

خو په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند، مایکل لاو هورن ویلي چې د دوی ځواکونو پرهغو کسانو بمبار کړی چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.