اڅکزی: د ترهګرۍ مخنیوي لپاره تګلاره دې پارلمان جوړه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‌خوا پرون کوټه کې په يوې سترې ولسي غونډه کې ويل شوي چې په پاکستان کې په تېرو پينځلسو کلونو کې تر سل زرو زيات پښتانه په ترهګرۍ کې وژل شوي دي. دغه ګوند وايي د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په کار ده چې د دې هېواد کورنۍ او بهرنۍ سياسي تګلاره د پوځ او استخباراتي ادارو پر ځاى منتخب پارلمان جوړه کړي. د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې که پاکستان وغواړي، نو په افغانستان کې به له وسله‎والو سره په درې مياشتو کې روغه جوړه وشي.