د کلیو او پراختیا وزیر ۲۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر نن د ۲۸ پراختیایي پروژو تړونونه له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

نصیر احمد دراني نن د دغو تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل چې پر دغو پراختیايي پروژو څه باندي نهه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې لګښت به‌یې هم یاد وزارت ورکوي.

نوموړي وویل چې دغه پروژې په درېیو برخو لکه سړک جوړونې، د کډوالو لپاره د کورونو په جوړولو او اوبو رسولو کې عملي کېږي.

دوی وایي چې د دغو پروژو چارې به تر دوو کلونو پورې بشپړې شي.