ایران د ټکنالوژۍ لبنانی کارپوه په ۱۰کاله بند محکوم کړ

د معلوماتي ټکنالوژۍ یو لبنانی کارپوه چې له یو کال راهیسې په ایران کې نیول شوی، په لس کاله بند او څه باندې څلور میلیونه ډالر جرمانې محکوم شوی دی.

نیظار زاکه چې د واشنګټن اوسېدونکی دی د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر کې په تهران کې هغه مهال نیول شوی و چې د حکومت له‌خوا په یوه جوړ شوي کنفرانس کې یې برخه اخیسته.

دا کنفرانس د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه و.

د ایران دولتي ټلوېزیون او دغلته له محافظه کارو سره تړلو رسنیو نیظار زاکه د امریکا له پوځ او استخباراتي ادارو سره په اړیکو تورن کړی دی.

امریکايي مدافع وکیل جاسون پوبلېټ چې په محکمه کې د زاکه وکیل دی ازادي راډیو ته په یوې استولې اعلامیه کې ویلي، انقلابي محکمې پر نوموړي په شپېتو پاڼو کې د محکومیت حکم صادر کړی دی.

نوموړي ویلي زاکه بې‌ګناه دی او د سیاسي یرغمل په توګه کارول کېږي.

نیظار زاکه د عربو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالورۍ سازمان مشر دی چې په منځنۍ ختیځ کې د انټرنټ د پراختیا لپاره کار کوي.