اوکراین وايي، د ازبکستان یو ۲۵ کلن تبعهیې روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د اوکراین د سرحدي ساتونکو ادارې ویلي، تورن کس پرون په سرحدي بندر کې چې غوښتلیې له روسیې څخه خارکییف ته واوړي نیول شوی دی.
سرحدي ساتونکو د نوموړي په تڼۍ کې یوه وړه کمره او همدارنګه په جېبونو کې د وېډیو او غږ ثبتولو وسایل موندلي دي.
نیول شوي کس د اوکراین سرحدي چارواکو ته ویلي دا وسایل وروسته له هغې چې روسیه کې د غیر قانوني استوګنې پر مهال ونیول شو د روسيې له امنیتي ادارو تر لاسه کړي.
تورن د نورو څېړنو لپاره د اوکراین امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی.