د ایران ولسمشر خپل کیوبايي سیال سره وکتل

د ایران ولسمشر حسن روحاني کیوبا ته د سفر پر مهال له خپل کیوبايي سیال او د هغه له مشر ورور سره وکتل.

روحاني پرون له پخواني ولسمشر نوي کلن فیډل کاسټرو سره کېناست او خبرې یې ورسره وکړې.

روحاني د فیډل کاسټرو له ورور راول کاسټرو سره چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د کیوبا ولسمشر شو، هم وکتل.

حسن روحاني کیوبا ته له سفر مخکې د ناپییلو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره وېنزویلا ته تللی و او تمه ده چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ شي.