شمالي کوریا اعلان کړی چې د یوه نوي راکټ د انجن ازموینهیې په بريالیتوب ترسره کړه او فضا ته د یوه بل سټلایټ د توغولو لپاره تیاری نیسي.
د دې راکټ د ازموینې خبر نن د کوریا دولتي خبري آژانس ورکړ. په خبر کې ویل شوي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون چارواکو ته دنده سپارلې چې فضا ته د سټلایټ د استولو لپاره تیاری هم ژر تر ژره بشپړ کړي.
ملګرو ملتونو او لوېدیځو حکومتونو په وار-وار د پیونګ یانګ راکټي ازموینې او اټمي پروګرام غندلی دی.
خو په تېرو څو کلونو کې پر دې هېواد لګول شویو بندیزونو هم تر دې دمه نتیجه نهده ورکړې.
د روانې سېپټمبر میاشتې په پیل کې شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره خپله تر ټولو ستره اټمي ازموینه وکړه.