د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې د تېلو یو ټانک اور اخیستی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار شوې ده.
تر اوسه د دغې اور لګېدنې لامل نهدی معلوم خو ویل کېږي چې سیمې ته د اور وژنې کار کوونکي تللي او اور تر یوه حده مهار شوی دی.
تر دې وړاندې په لنډو ورځو کې د کابل په قوای مرکز کې د لرګیو او نجارۍ او د کوټې سنګي یو سوداګریز مرکز هم اور اخیستی و چې خلکو تهیې درانه مالي زیانونه اړولي دي.