ننګرهار کې یو شمېر قومي مشران وايي، په تېرو وختونو کې امنيتي ځواکونو څو ځلې د داعش پر ضد عمليات وکړل او پراخه سیمې يې له داعشيانو ونيولې خو په خبرهيې د ځواکونو د وتلو سره سم دا سيمې نهساتل کېږي او بېرته وسلهوال راخورېږي.
قومي مشر ملک عثمان وايي، د ملي اردو ځواکونو عمليات تل بريالي ثابت شوي او داعشيانو تهيې ماتې ورکړې خو دی وايي، د دې عملياتو لاسته راوړنې باید محلي پولیس وساتي چې دا کار نهدی شوی.
نوموړی وايي، په اکثرو سیمو کې محلي پولیس خيالي دي مالي امکانات شته خو سيمې نهشي ساتلی.
ښاغلي عثمان زیاته کړه:
"دا عمليات خو کامياب و، خو د دې عملياتو لاسته راوړنو ساتل خو د ملي اردو وظیفه نهوه دا خو د بل چا مسؤلیت دی دا د هغه چا مسؤلیت دی چې د محلي پولیسو یا ملېشو په نوم امکانات اخلي هغوی باید دا سیمې ساتلې وای ملي اردو خو ټول عمر هلته نهشي اړولی."
بلخوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د محلي پولیسو کړنې او فعالیتونه د مسؤلو کسانو لهخوا څارل کېږي او دوی ته داسې کومه ستونزه نهده رسېدلې چې خيالي محلي پولیس دې موجود وي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د امنيتي ځواکونو عمليات لابشپړ شوي نهدي هر کله چې ټولې سیمې له وسلهوالو پاکې شوي دا سیمې بیا محلي پولیسو ته سپارل کېږي.
د ده په خبره په نېږدې وخت کې به د قهر سېلاب عمليات دوهم پړاو هم پيل شي.
ښاغلی خوګياڼی وايي:
"د قهرسېلاب دوهم پړاو عمليات هم پلان شوي په نېږدې وخت کې به پيل شي او هغه پروژې چې په نظر کې نیول شوي هغه به هم په یادو سیمو کې ترسره شي او دا سیمې بيا محلي پولیس ته سپارل کېږي."
که څه هم د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ، اچین او نازیانو ولسواليو کې له داعشه نیول شویو سیمو ته بیا داعشيان راغلي خو ولایتي چارواکي وايي، د دې سیمو پرېښودل د امنيتي ځواکونو تکتیکي شاتګ و او په یادو سیمو کې اوس هم وخت ناوخته هوايي بریدونه ترسره کېږي.
راپور: شاه محمود شینواری