سعودي وايي، د داعش د پلویانو درې مرکزونه‌یې ویجاړ کړي

سعودي عربستان وايي چې د داعش د پلویانو درې مرکزونه‌یې ویجاړ کړي او لږ تر لږه ۱۷ تنه‌یې له دې وسله‎والې ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۱۴ نیول شوي کسان سعودي اتباع، یو مصری یو یمنی او یو فلسطینی وګړی دی. په ‎دې کسانو کې یوه ښځه هم ده.

د دې وزارت خبرپاڼه وايي، نیول شویو مشکوکو کسانو د سعودي عربستان پر امنیتي ځواکونو، اقتصادي او امنیتي تأسیساتو او ملکي اهدافو د حملو پلان درلود.