د امریکا متحده ایالات وايي، سوریه کې د اوربند تمدید ته تیاری لري.
د دې خبر تر خپرېدو مخکې د سوریې پوځ په دې هېواد کې د اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
خو امریکايي چارواکي وايي سره له دې چې له اوربنده سرغړونې شوي له روسیې یې د سوریې د پوځ د دې وینا په اړه د سپیناوي غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې په یوې اعلامیه کې وویل چې له مسکوهیې غوښتنه کړې چې د بشارالاسد پر رژیم له خپله نفوذه کار واخلي او هغوی د اوربند ټینګ ساتلو ته وهڅوي.
کربي ویلي چې د سوریې د پوځ په حوالهیې ځینې خبرې اورېدلي خو امریکا په دې اړه له روسیې چې د سوریې د رژیم د حرکتونو مسؤلیت لري د سپيناوي تمه لري.
کربي څرګنده کړه چې د بشارالاسد رژیم په وروستیو ورځو کې د اپوزېسیون پر مرکزونو حملې کړي خو د اوربند د نسبي مراعت له امله په دې هېواد کې تشدد تر ډېره حده راکم شوی دی.
خو د سوریې د پوځ یوه اعلامیه وايي چې ترورېستي ګروپونو په دوامدار ډول د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده.
په سوریه کې د سېپټمبر په ۱۲مه د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په موافقه د اوربند پرېکړه وشوه.