د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې په لیبیا کې د خپلو دوه وګړو د برمته کېدو خبر ورکړ.
د دې وزارت یوه ویاند ویلي چې د پېښې په څېړنه لګیا دي.
د ایټالیا خبري رسنۍ د لیبیا په جنوبي ښار کې د والي په وینا ویلي چې دواړه ایټالویان او یو کاناډايي وګړی له تونس سره د دې هېواد په سرحدي سیمو کې تښتول شوي دي.
رپوټونه وايي چې دواړو ايټالویانو د سیمې د هوايي ډګر د رغونې په پروژه کې چې کار يې یوې ايټالوۍ کمپنۍ ته سپارل شوی و، کار کاوه.