د پاکستان صدراعظم نواز شریف وایي، حکومتيې په عزت او امنیت کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو ملاتړ کوي.
د شریف په وینا، پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو له سخاوته ډک کور دی خو هیلهیې څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانانو د ستنولو او بیا مېشتولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه غونډې ته پرون دوشنبې وویل د نړیوالو مرستو له کمېدو سره هم د افغانانو لپاره د پاکستان سخاوت نهدی کم شوی.
نواز شریف وویل:
"له محدودو منابعو سره، پاکستانیانو خپل کورونه او زړونه د افغانانو لپاره پرانیستي دي."
د نواز شریف په وینا، اوسمهال په دې هېواد کې دوه نیم میلیونه افغانان اوسي.