نیویارک کې د چاودنې په تور یو افغاني‌الاصله امریکايي نیول شوی

د نیویارک پولیسو یو افغاني‌الاصله امریکايي وګړی احمد خان رحمي، په منهاټن سیمه کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور نیولی دی.

د پولیسو په وینا، د منهاټن په چلسي سیمه کې د شنبې په شپه د کورنیو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ په‎کې زخمیان شول.

د نیویارک ښار د پولیسو مشر جمیز اونیل پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل:

"زموږ هڅې بریالۍ وې، د خپلو زړورو پولیسو څخه مننه کوو چې د احمد خان رحمي په نوم خطرناک‌یې نیولی دي. په‎ دې پېښه کې زموږ دوه پولیس افسران زخمیان شوي دي او هیله لرم چې ډېر ژر به روغ شي."

د پولیسو په وینا، مشکوک احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی، افغانستان کې زېږېدلی او بیا امریکا ته تللی دی.

د شنبې په ورځ د امریکا په نیو جرسي کې بمي چاودنه وشوه.

احمد خان رحمي په‎ دې پېښه کې هم د پولیسو تر شک لاندی دی خو د دواړو پېښو تر منځ ارتباط لا نه ‎دی تائید شوی.

د نیو جرسي ایالت د الیزابت سیمې ښاروال خبریالانو ته وویل چې احمد خان رحمي له پولیسو سره ډزې هم تبادله کړې او زخمي نیول شوی دی.