د امریکا پوځ ومنله چې ارزګان کې یې ۲ هوايي حملې کړي

د امریکا پوځ پرون دوشنبې ومنله چې ارزګان کې یې د یکشنبې په ورځ دوه هوايي حملې کړې دي.

د ارزګان او کندهار د لویې لارې د ساتنې د کنډک قوماندان سمونوال رحیم‌الله خان پرون ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي ځواکونو د پولیسو یوه پوسته بمبار کړې او ۸ پولیس يې وژلي دي.

خو په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند مایکل لاوهورن ویلي چې د دوی ځواکونو پر هغو کسانو بمباري کړې چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

مایکل لاوهورن ویلي چې تر دې زیات معلومات نه‎شي تائیدولائ.

د ارزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادمزي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې امریکايي ځواکونه تېروتي چې دلیل‌یې د بهرنیو ځواکونو او افغان لوري کمزوری ارتباط دی.